د ماښام اذکار

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ ، عَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ ، وَأَنْتَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ , مَا شَاءَ اللَّهُ كَانَ ، وَمَا لَمْ يَشَأْ لَمْ يَكُنْ ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيمِ , أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا , اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِي ، وَمِنْ شَرِّ كُلِّ دَابَّةٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا ، إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ.
ای الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل د عبادت وړ نشته، پر تا مې توکل کړی او ته د لوی عرش رب یې. څه چې الله وغواړي کېږي او څه چې ونه غواړي نه کېږي. له لوړ او لوی الله پرته بل هېڅ ځواک او قوت نشته. زه پوهېږم چې الله پر هر څه قادر دی او د هغه علم پر هر څه چاپېر دی. ای الله! زه د خپل نفس له شر او د هر هغه خوځنده ژوي له شره په تا پناه غواړم چې تندی یې ستا په واک کې دی. بېشکه زما رب پر سمه لار دی.
ذِكْرٌ طَيِّبٌ.
ښه ذکر دی.

تشریح او سرچینه

الْحَدِيثُ ضَعِيفٌ، وَلَكِنْ إِذَا عَمِلَ بِهِ الْإِنْسَانُ رَجَاءَ أَنْ يَنْفَعَهُ اللَّهُ بِهِ فَهُوَ ذِكْرٌ طَيِّبٌ، وَهُوَ ذِكْرٌ عَظِيمٌ ذِكْرٌ طَيِّبٌ لَا بَأْسَ بِهِ، لَكِنْ مِنْ غَيْرِ اعْتِقَادِ أَنَّهُ يَحْصُلُ بِهِ هَذَا الْمَطْلُوبُ، وَبِغَيْرِ اعْتِقَادِ أَنَّهُ سُنَّةٌ، لَكِنَّهُ ذِكْرٌ مِنْ أَعْظَمِ الذِّكْرِ الْمَشْرُوعِ.
دا حدیث ضعیف دی؛ خو که انسان دا ذکر د دې هیلې سره ووایي چې الله به ورڅخه ګټه ورکړي، دا ښه او لوی ذکر دی او ویلو کې یې باک نشته، خو باید دا عقیده ونه لري چې له دې سره به هغه مطلوب شی حتماً ترلاسه کېږي، او نه دا چې دا ثابت سنت دی؛ سره له دې دا له سترو روا ذکرونو څخه دی.