"رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذۡنَآ إِن نَّسِينَآ أَوۡ أَخۡطَأۡنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَآ إِصۡرٗا كَمَا حَمَلۡتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦۖ وَٱعۡفُ عَنَّا وَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَآۚ أَنتَ مَوۡلَىٰنَا فَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ٢٨٦ ". [الْبَقَرَةُ - 286].
اې زموږ ربه، که موږ هېر کړو يا تېروتنه وکړو، موږ مه نيسه. اې زموږ ربه، پر موږ داسې دروند بار مه ږده لکه پر هغو دې ايښی و چې له موږ مخکې وو. اې زموږ ربه، پر موږ هغه څه مه باروه چې توان يې نه لرو. له موږ تېر شه، موږ وبښه او پر موږ رحم وکړه؛ ته زموږ پالونکی يې، نو موږ ته پر کافر قوم بريا راکړه. [البقره - ۲۸۶].
"رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي فَٱغۡفِرۡ لِي". [الْقَصَصِ - 16].
"رَبِّ بِمَآ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ فَلَنۡ أَكُونَ ظَهِيرٗا لِّلۡمُجۡرِمِينَ١٧". [الْقَصَصِ - 17].
"رَبِّ إِنِّي لِمَآ أَنزَلۡتَ إِلَيَّ مِنۡ خَيۡرٖ فَقِيرٞ٢٤". [الْقَصَصِ - 24].
"رَبِّ ٱشۡرَحۡ لِي صَدۡرِي٢٥ وَيَسِّرۡ لِيٓ أَمۡرِي٢٦ وَٱحۡلُلۡ عُقۡدَةٗ مِّن لِّسَانِي٢٧ يَفۡقَهُواْ قَوۡلِي٢٨". [طه - 25-28].
اې زما ربه، ما پر خپل ځان ظلم کړی، نو ما وبښه. [القصص - ۱۶].
اې زما ربه، د هغه نعمت په سبب چې تا پر ما کړی، زه به هيڅکله د مجرمانو ملاتړ نه کوم. [القصص - ۱۷].
اې زما ربه، هر هغه خير ته اړ يم چې ته يې ماته رانازل کړې. [القصص - ۲۴].
اې زما ربه، زما سينه راته پراخه کړه (۲۵)، زما کار راته اسانه کړه (۲۶)، او زما د ژبې غوټه پرانېزه (۲۷)، څو زما خبره وپوهېږي (۲۸). [طه - ۲۵-۲۸].
ستاسو ورځني اذکار، بې انټرنېټه او وړیا.
Android · iPhone · iPad