"لَّآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبۡحَٰنَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ٨٧". [الْأَنْبِيَاءِ - 87].
له تا پرته بل د عبادت وړ نشته، ته پاک يې، بېشکه زه له ظالمانو څخه وم. [الأنبياء - ۸۷].
اللَّهُمَّ أَحْسِنْ عَاقِبَتَنَا فِي الْأُمُورِ كُلِّهَا ، وَأَجِرْنَا مِنْ خِزْيِ الدُّنْيَا وَعَذَابِ الْآخِرَةِ.
اللَّهُمَّ رَبَّنَا ٱصۡرِفۡ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا.
اللَّهُمَّ رَبَّنَآ إِنَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ ، وَأَسْتَجِيرُ بِكَ مِنَ النَّارِ.
اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ.
اې الله، زموږ په ټولو چارو کې پايله ښه کړه او د دنيا له رسوايۍ او د آخرت له عذابه مو وساته.
اې الله، اې زموږ ربه، د دوزخ عذاب له موږ لرې کړه؛ بېشکه د هغه عذاب پرله پسې دی.
اې الله، اې زموږ ربه، موږ ايمان راوړی، نو زموږ ګناهونه راوبښه او د اور له عذابه مو وساته.
اې الله، له تا جنت غواړم او له اوره ستا پناه غواړم.
اې الله، اې زموږ ربه، هغه څه راکړه چې د خپلو رسولانو له لارې دې راسره ژمنه کړې او د قيامت په ورځ مو مه رسوا کوه؛ بېشکه ته ژمنه نه ماتوې.
"رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنۡ هَمَزَٰتِ ٱلشَّيَٰطِينِ٩٧ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحۡضُرُونِ٩٨ ". [الْمُؤْمِنُونَ - 97-98].
اې زما ربه، د شيطانانو له وسوسو ستا پناه غواړم، او اې زما ربه، له دې چې هغوی ماته حاضر شي هم ستا پناه غواړم. [المؤمنون - ۹۷-۹۸].
ستاسو ورځني اذکار، بې انټرنېټه او وړیا.
Android · iPhone · iPad