"رَبِّ هَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةٗ طَيِّبَةًۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ٣٨". [آلِ عِمْرَانَ - 38].
"رَبِّ لَا تَذَرۡنِي فَرۡدٗا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلۡوَٰرِثِينَ٨٩". [الْأَنْبِيَاءِ - 89].
اې زما ربه، له خپلې خوا ماته پاک اولاد راوبخښه، بېشکه ته دعا اورېدونکی يې. [آل عمران - ۳۸].
اې زما ربه، ما يوازې مه پرېږده، او ته د وارثانو تر ټولو غوره يې. [الأنبياء - ۸۹].
اللَّهُمَّ رَبِّ أَوۡزِعۡنِيٓ أَنۡ أَشۡكُرَ نِعۡمَتَكَ ٱلَّتِيٓ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَيَّ وَأَنۡ أَعۡمَلَ صَٰلِحٗا تَرۡضَىٰهُ وَأَدۡخِلۡنِي بِرَحۡمَتِكَ فِي عِبَادِكَ ٱلصَّٰلِحِينَ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ وَالْمُعَافَاةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى ، وَالتُّقَى ، وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى.
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعًا ، وَرِزْقاً طَيِّباً ، وَعَمَلاً مُتَقَبَّلاً.
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ، وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي ، وَعَافِنِي ، أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ ضِيقِ الْمَقَامِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.
ای الله، زما ربه! ماته توفیق راکړه چې ستا د هغه نعمت شکر وباسم چې ما او زما مور او پلار ته دې راکړی، او داسې نېک عمل وکړم چې ته ترې راضي شې؛ او په خپل رحمت مې په خپلو نېکو بندګانو کې شامل کړه.
ای الله! له تا په دنیا او آخرت کې بښنه، عافیت او سلامتي غواړم.
ای الله! له تا هدایت، تقوا، پاک لمني او بې نیازي غواړم.
ای الله! له تا ګټور علم، پاکه روزي او قبول شوی عمل غواړم.
ای الله! ماته بښنه وکړه، هدایت او روزي راکړه او عافیت راکړه. زه د قیامت په ورځ د درېدو د ځای له تنګوالي څخه په الله پناه غواړم.
"رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ٨٥ وَنَجِّنَا بِرَحۡمَتِكَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ٨٦ ". [يُونُسُ - 85-86].
اې زموږ ربه، موږ د ظالم قوم لپاره فتنه مه ګرځوه او په خپل رحمت موږ له کافر قوم څخه وژغوره. [يونس - ۸۵-۸۶].
ستاسو ورځني اذکار، بې انټرنېټه او وړیا.
Android · iPhone · iPad