"رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ١٩١ رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدۡخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدۡ أَخۡزَيۡتَهُۥۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ١٩٢ رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَـَٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ١٩٣ رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ١٩٤ ". [آلُ عِمْرَانَ - 191-194].
اې زموږ ربه، تا دا هر څه بې هدفه نه دي پيدا کړي؛ ته پاک يې، نو موږ د اور له عذابه وساته. اې زموږ ربه، بېشکه څوک چې ته اور ته داخل کړې، هغه دې رسوا کړ، او د ظالمانو لپاره هېڅ مرستندويان نشته. اې زموږ ربه، موږ يو بلونکی واورېد چې ايمان ته يې بلنه کوله: پر خپل رب ايمان راوړئ، نو موږ ايمان راوړ. اې زموږ ربه، زموږ ګناهونه راوبښه، زموږ بديانې رانه لرې کړه او موږ له نېکانو سره وفات کړه. اې زموږ ربه، هغه څه موږ ته راکړه چې د خپلو رسولانو له لارې دې راسره ژمنه کړې او د قيامت په ورځ مو مه رسوا کوه؛ بېشکه ته ژمنه نه ماتوې. [آل عمران - ۱۹۱-۱۹۴].
"إِنِّي تَوَكَّلۡتُ عَلَى ٱللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمۚ مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلَّا هُوَ ءَاخِذُۢ بِنَاصِيَتِهَآۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ٥٦". [هُودٍ - 56].
ما پر الله توکل کړی، چې زما رب او ستاسو رب دی؛ هېڅ خوځنده نشته مګر دا چې هغه يې واک په لاس کې لري. بېشکه زما رب پر نېغه لار دی. [هود - ۵۶].
ستاسو ورځني اذکار، بې انټرنېټه او وړیا.
Android · iPhone · iPad